Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بدخشان کې پر ۷ کلنې نجلۍ د جنسي تېرې نوي اړخونه

 د جنسي تېري دغې قربانۍ تېره ورځ طلوع نیوز ته ویلي وو چې د ابوزر په نامه یوه کس پرې تېری کړی دی.

خو اوس د بدخشان پولیس او د نجلۍ مور وايي چې پلار یې پرې جنسي تېری کړی دی.

د جنسي تېري ۷ کلنه قرباني ویلي وو:«د ابوزر په نامه یو کس زموږ کور ته راغی لومړی یې زما لاس،سترګې او پښې وتړلې او وروسته زه بې هوښه شوم.بیا یې دروازه بنده کړه او ورور مې دروازه پرانیسته.»

د قرباني مور وویل:«زه د ګاونډي په کور کې وم کله چې راغلم د سندلۍ په شاو خوا کې وینې وې کله مې چې پوښتنه وکړه وې ویل چې پلار مې را سره بد کار کړی دی.»

د بدخشان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد نبي وویل:«له ډېرو څېړنو او درې ورځو وروسته موږ پوه شو چې دغه وحشیانه کړنه د پلار له خوا یې شوې پلار یې زموږ په بند کې دی څارنوالۍ ته معرفي کېږي.»

خو د دې نجلې لخوا د تېرې ورځې او نن په خبرو کې ښکاره تناقص دا پوښتنه رامنځته کوي چې آیا دې ماشوم ریښتیا هم په تېروتنې د بل کس نوم اخیستی دی که اوس د جبر او فشار له امله خپل پلار په دې پېښه کې تورن بولي؟

 د دې پېښې قرباني نجلې پلار هم دا تور د ده په وړاندې یوه دسیسه بولي او وايي چې دا د اصلي جنایت کار د پټ ساتلو لپاره هڅه ده.

د قرباني پلار وویل:«ما اصلاً دا کار نه دی کړی کافر دا کار نه کوي زه خو مسلمان یم څنګه خور او لور نه پېژنم او دا کار کوم.»

اخوا د بدخشان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغې نجلې ته د عدالت په ورکړې ټینګار کوي.

د بدخشان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه عارفه نوید وايي:«موږ دغه کړنه غندو واقعاً ټکان ورکوونکې ده پولیس باید اصلي کس که پلار یې دی او که بل څوک د قانون منګولو ته وسپاري.»

په بدخشان ولایت کې د مدني ټولنې فعالان او کارپوهان د دې وحشیانه عمل په غندلو سره دا پېښه زړه بوږنونکې بولي، او د بدخشان پولیسو ته خبرداری ورکوي که چېرې د پېښې اصلي عامل ونه نیول شي نو په حکومت به د خلکو اعتبار له منځه لاړ شي.

شریک یي کړئ