د هلمند ځايي چارواکي وايي چې په لښکرګاه کې د «نوي کابل بانک» ته څېرمه د یوه موټر بم چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوي.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک طلوع نیوز ته وايي چې دغه برید نن پنجشنبې (د چنګاښ په ۱ نېټه) له غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه چې پوځيان او مُلکیان دغه بانک ته د معاش د اخیستو لپاره تللي وو.
ځواک زیاتوي چې په دغې چاودنه کې څه باندې ۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي او د دغې پېښې قربانیان د درملنې لپاره د دغه ولایت د ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وینا پوځیان او ولسي وګړي د دغه برید قرباني دي.تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغه برید پړه نه ده ملنې.
په دې اړه مو اندونه