امنیتي سرچینې طلوعنیوز ته وايي چې د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ د امنیت مدیریت ودانۍ تهڅېرمه د ځانمرګي برید په پایله کې،د دغې ولسوالۍ د امنیت د مدیر په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي.
هغوی زیاتوي چې یوه ځانمرګي بریدګر نن پنجشنبې (د غبرګولي په ۴ مه) د غرمې له ۱ بجې وروسته ځان ته یې د واشیر ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیریت ودانۍ ته نېږدې چاودنه ورکړه.
دغه سرچینه د دې پخلی کوي چې په دغه ځانمرګي برید کې دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک کهڅه هم د دغه برید پخلی کوي خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
د امنیتي سرچینو په وینا، دغه برید د یوه سړي له خوا ترسره شوی دی او د دغه برید وژل شوي او ټپيان د ملي امنیت سرتېري دي.
دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د هلمند ولایت په سګین ولسوالۍ کې د مخالفو وسلهوالو په یوه برید کې،۶ پولیس شهیدان شول او درې تنه نور یې ټپيان شول.