Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هلمند کې پر افغان ځواکونو د هوايي برید په اړه د پلټنې غوښتنه

تېره ورځ(جمعه د چنګاښ۳۰مه) وروسته له غرمې کابو ۳:۳۰ دقیقې د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ په پارچو سیمه کې د پریکنده ملاتړ ځواکونو په هوایي برید کې۱۶تنه افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ او دوه تنه نور ټپیان شول.

اوس‎مهال د یاد ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې د برید په تړاو پلټنې پیل شوې دي.

بل لوري د وژل سوو پولیسو د کورنۍ غړي هم له حکومت څخه غوښتنه کوي تر څو یاده پيښه په جدي ډول و څېړل شي، ځکه د دوی په خبره پولیسو یاده سیمه تر برید څو ساعته وړاندي لا د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې وه.

د سیمې اوسېدونکی، نور محمد سرباز وايي: « دلته په دغه کور کي پولیس وه او بمبار پرې وشو هغوی ټول مړه شول»

د پيښي یو تن شاهد، جانان زیاتوي:« د دغه برید له سیمي څخه کابو ۵۰  یا ۶۰ مټره لیري وم،او طیاري له لوري برید تر سره شوو،وروسته مي د عسکرو چیغي واورېدې او ما مي خپل بل ورور ته وویل درځه چي پوښتنه يي وکړو،موږ چي ورخلو ۱۰ تنه مړه شوي کسان ما د اوبو څخه راویستل او نور کسان هم مړه وه، او ما خپل ورور ټوټه ټوټه راټول کړه.»

بل لوري د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کي د وژل شویو سرتېرو د کورنۍ غړي له حکومت څخه غوښتنه کوي تر څو د هوايي برید د څرنګوالي په اړه جدي پلټني تر سره شي.

د یوه تن وژل شوي سرتېري د کورنۍ غړی، حاجي عبدالحی وايي:«له یوه ورځې تر مخه جګړې جریان درلود په هغه صحنه کي بهرنیانو کوم اقدام نه کاوه،چي طالبان يي ویشتلي وای.له سهار څخه تر ماسپښینه جګړه وو ولی دوی کوم اقدام ونه کړ.چي چاڼ شو دوی بمبارد وکړ. او دا خلګ باید محکمه شي د کوم کس له لوري چي قومانده ورکړل شوي ده.»

همداراز حاجي محمد جان ‎زیاتوي:« ټوله ډېر تکړه کسان وه زما خپل د کور پنځه کسان په‎کي ووژل شول.له سرتېرو څخه پرته اوس که دولت غور او د پېښي په اړه څیړنه ونه کړي نو موږ به دا نوري سیمې هم پرېږدو.»

د هلمند سیمه‎ییز چارواکي وايي یاد برید د بهرنیو ځواکونو له لوري ترسره شوی دی، او د څرنګوال په اړه پلټني پیل کړي دي.

د هلمند ولایت امنیه قومندان،جنرال عبدالغفار صافی وايي:« موږ دا پېښه تائید وو ، چي پر امنیتي ځواکونو هوایي برید تر سره شوی دی ، او موږ يې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړي دي»

په څا باندي یوه میاشت کي د بهرنیو ځواکونو له لوري پر امنیتي ځواکونو دا دوهم برید دی چي لږ تر لږه پکي ۲۰ تنه امنیتي ځواکونه وژل سوي دي.

شریک یي کړئ