د کندهار ولایت سیمهییز چارواکي نن( سېشنبې د وري۸مه) وايي چې طالبانو تېره شپه د یاد ولایت خاکریز ولسوالۍ په تیک ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو پر پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې درې تنو افغان سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کندهار د والي ویاند، صمیم خپلواک څرګندوي، په دې برید کې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې طالب وسلهوالو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده، خو شمېر یې نه دی څرګند.
دی زیاتوي، په دې پېښه کې پنځه نور افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې یوې سرچینې ویلي دي چې په برید کې ۱۵ سیمهييزو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.