Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې نجونې د نورستاني حکاکۍ هنر غوړوي

نورستاني حکاکي له تېرو درېیو کلونو راهیسې د هراتي هنرمندو نجونو له لوري دغه ولایت کې دود شوې ده.

نورستاني حکاکي د نورستان ځانګړی هنر دی، چې وروستیو کلونو کې یې د هېواد ځینو نورو ولایتونو ته هم پراختیا موندلې ده.

حکاکې، ثریا سادات په دې اړه وویل: « نورستاني حکاکي فورمولي کار کیږي؛ ان اندازه کول یې هم فورمول ته اړتیا لري او په ټوله کې یو ځانګړی سبک دی.»

دا هنرمندې نجونې د لرګیو پر مخ د حک کولو په وسیله بېلابېل هنري توکي جوړوي.
دا هنر د ځانګړې ښکلا په لرلو سره، خورا زیات زغم ته اړتیا لري او تر ډېره د ښځو او نجونو له لوري پر مخ وړل کېږي.

حکاکې، ملیکا سادات وویل: « د دې کار لپاره ډېر زیات دقت ته اړتیا ده، له دې امله ښځې او نجونې د سړیو څخه په ډېره ښه توګه دغه کار کولای شي. ځکه ښځې په ښایسته کولو کې ډېرې ښې دي.»

په هرات ولایت کې ځینې نجونې وروسته له هغه چې له ښوونځیو محرومې شوې، نورستانۍ حکاکۍ ته مخه کړې ده.

دوی هڅه کوي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د ټولګیو تشه تر یوه بریده د حکاکۍ د دې کوچنۍ کارخونې په مرسته ډکه کړي.

حکاکه مدینه درویشي څرګندوي: « د ښوونځي زده کوونکې وم، له هغې ورځې چې ښوونځي وتړل شوه، دا چې له حکاکۍ سره مې مینه لرله، دغه هنر ته مې مخه کړه.»

نورستاني حکاکي د نورستان یو له لرغونو هنرونو شمېرل کېږي.
د فرهنګ پالو په وینا، دا هنر زرګونه کاله تاریخي مخینه لري او له نورستان څخه یې د هېواد نورو برخو ته پراختیا موندلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه