د «باران» د موډلینګ ډلې نن شنبې(د لړم په ۱۳ مه) په کابل کې د جامو یو نندارتون جوړ کړ. ځينو هغو موډلانو چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی وه، وايي چې د هغوی موخه نړیوالو ته د افغانانو د اصیلو جامو ور پېژندل دي.
دغه موډلان وايي چې د افغانستان د ځينو څنډو د فرهنګ په نندارې سره، نړیوالو ته د دغه هېواد د ورپېژندلو سربېره د هېوادوالو ترمنځ په یووالي او همپالنې هم اغېزه کوي.
د باران موډلینګ ډلې مسووله انجیلا وايي:«د موډلینګ په برخه کې چې ما هر څومره مالومات اخیستل، د نورو لپاره ډېر نااشنا وو.»
موډل ارش امیري وویل:«زه غواړم چې نړیوالو ته وښیم چې موږ داسې فرهنګ لرو.»
د افغاني موډلانو له شتون سره د جامو د نندارتون جوړول، کهڅه هم په هېواد کې دومره مخینه نهلري، خو په دې وروستیو کې د خلکو په منځ کې ځای پیدا کړی. ډېری هېوادوال د داشان نندارتونو دلیدو لپاره پلازمېنې ته راخي.
هغو موډلانو چې په دغه نندارتون کې ګډون کړی وه له خپلو کارونو خوشحاله دي، کهڅه هم د ناامنیو او په ټولنه کې د نادودو واکمني، هغوی ځوروي.
موډله تمنا احمدي له خپل کار څخه وايي:«کله چې موږ دا جامې راوړو په ښار کې نندارې ته اېږدو، دا په خپله د یووالي لامل کېږي او خلک سره نېږدې کوي.»
موسیقۍ او تیاتر د دې نندارتون بله برخه وه چې د باران موډلینګ ډلې له لورې دې نندارتون کې ځای ورکړ شوی و.