Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر ته لیک؛هغه فلم چې د ښځو د ژوند په اړه لوکارنو ته کیسه کوي

له افغانستان څخه «ولسمشر ته د لیک»تر نامه لاندې فلم په سویس کې د لوکارنو د نړیوال فیسټوال  ۷۰ مې دوره کې سیالیو ته نوماند شو.

د دغه لوړ سینمايي فلم جوړېدو څه باندې یو کال وخت ونیو او د هغو مېرمنو د ژوند ننګونې یې انځور کړي چې د بېلابېلو تاوتریخوالي قرباني دي.

دغه یونیم ساعته فلم چې د رویا سادات په کارګردانۍ او د کابورا پرودکشن او خانه فیلم رویا له تولید شوی، له هغو لوړو فلمونو څخه دی چې له افغانستان څخه د سویس «لوکارنو»نړیوال فیسټوال ته نوماند شوی دی.

د دغه فلم جوړونې رویا سادات په دې اړه وویل:«دغه فلم د ویلو لپاره ډېرې خبرې لري،ټولنیزو نمیګړتیاوو، ننګونو او تفاوتونو ته د یوې کورنۍ او ژوند په قالب کې کتل شوي.»

په څو وروستیو لسیزو جګړو او ویجاړیو کې، په افغانستان کې هنر او سینما د نورو برخو ترڅنګ له زیانونو څخه لیرې نه وو له دې امله سترو نړیوالو فیسټوالونو ته د افغانستان سینمايي فلمونو لاره موندل هیلې را ژوندۍ کوي.

شریک یي کړئ