د بالیووډ نامتو سندرغاړی، عدنان سمیع د لومړي ځل لپاره به په یوه فلم کې د یوه افغان سندغاړي رول ترسره کړي.
دا فلم د "افغان د کور په لټه کې" تر نامه لاندې جوړیږي او داستان یې د یوه افغان سندغاړي په تړاو دی چې د جګړو له امله یې افغانستان پرېښی او په بل هېواد کې ژوند کوي، خو څوک د هغه هنر ته پام نه کوي او ورته ارزښت نه ورکوي.
د یوه افغان په رول کې د عدنان سمیع انځور کله چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، ډېر د خلکو لخوا لیدل شوی.
په دې انځور کې عدنان سمیع د ږیرې، برېتو او ژیړ رنګې لنګۍ سره ښکاري.
عدنان سمیع وايي چې نیکونه یې د افغانستان هرات ولایت څخه هند ته تللي دي او افغانستان سره یې د مینې له امله د یوې افغانې جلۍ سره واده کړی دی.
عدنان سمیع وايي چې کورنۍ یې د امانالله خان په وخت کې درباریان وو چې نیکه یې جنرال آغامحفوظ جان هغهمهال هرات، کندهار او بلخ کې د نائبالحکومه دنده ترسره کوله.
دی وايي کله چې حبیبالله کلکاني افغانستان کې واک ونیوه، نو نیکه یې له خپلې کورنۍ سره پېښور ته ولاړ او هلته یې ژوند پیل کړ.
عدنان سمیع سره له دې چې پاکستانی تابیعت درلود، خو په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې دې هېواد د هغه تابیعت ملغا اعلان کړ.
سیمع په ۱۹۹۹ کال کې هند ته ولاړ او د هغه هېواد تابیعت یې ترلاسه کړ.
سره له دې چې د نوموړي مېرمن د افغانستان تابیعت لري، خو دی هیڅکله افغانستان ته نه دی راغلی.