ترکمنستان ته د ولسمشر غني د خپل سفر په ترڅ کې دواړو هېوادونو دوه یادښتونه، اوه ترانزیتي او سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پراختیا او د برېښنا لېږد د هوکړو مهمې موضوعګانې دي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخان مینهپال څرګندوي:«د غالۍاوبدلو صنعت پراختیا، بادغیس او جوزجان ته د برېښنا لېږد، له آقینې تر تورغونډۍ د اورګاډۍ پټلۍ، ګمرکي همکارۍ د ترانسپورټ په برخه کې لوکړې شوې دي.»
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند، سهراب بهمن وايي چې دواړو ولسمشرانو د ټاپي او لاجوردو لارې پر پرمختګ هم خبرې اترې کړې دي.
دی زیاتوي:«ترکمنستان د افغانستان له مهمو شریکانو دی، په ځانګړې توګه د ترانزیت او برېښنا په برخه کې.»
د افغانستان د صنایعو او سوداګریو خونو چارواکي هم وايي چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو هم له افغانستان څخه د سوداګریزو توکو صادراتو باندې نړیوالو بازارونو ته هم خبرې اترې کړې دي.
د یادو خونو ویاند، صیام پسرلی څرګندوي:«کولی شو له ترکمنستان څخه استفاده وکړو او خپل سوداګریز توکي له دې لارې منځنۍ آسیا ته ولېږدوو، همدارانګه ترکمنستاني سوداګر به هم هڅه وکړي چې افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي.»
تېرو دوو کلونو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پام وړ پراخې شوې دي.