
دا وزارت وايي چې د ام سي سي شرکت به د دې پیسو سره سم تر ۲۰۱۴ کال پورې د عینکو د مسو د کان په برخه کې دولت ۵۶۰ میلیونه ډالره ورکړي.
دا وزارت وايي چې دې شرکت د وړاندې ورکړې له ۸۰۸ میلیونو ډالرو څخه ۱۳۳ میلیونه ډالره یې افغان دولت ته ورکړي دي.
د کانونو وزیر وحیدالله شهراني ویلي دي:« کله چې دوی په ۲۰۰۸ کال کې قرارداد وګاټه ۸۰ میلیونه ډالره یې ورکړل، وروسته یې د کال په پیل کې ۵۳ میلیونه ډالره ورکړل، او پاتې ۱۰۷ میلیونه به د روان کال تر پای ته رسیدو پورې ورکړي.»
دی وايي چې د عینکو په کان کې لومړني کارونه سم روان دي او دا شرکت له دولت څخه خوښ دی.
د شوي تړون له مخې د ام سي سي شرکت مکلف دی چې ۸۰۸ میلیونه ډالره په څلورو پړاونو کې افغان دولت ته ورکړي.
د دې ورکړې وروستی کال ۲۰۱۴ میلادي بلل شوی دی.
د لوګر د عینکو د مسو کان په هیواد کې له لویو کانونو یو دی چې تر اوسه یې تر ټولو لویه بهرنۍ پانګونه خپله کړې.
د کانونو وزارت وايي چې د ۲۹۰۰ څاوو بیلګې چې مخکې او د ام سي سي شرکت کیندلي دي اخیستل شوې.
دا وزارت وايي چې دا بیلګې د تجزیې په موخه چین ته وړل شوي دي.



