د کابل ښاروالۍ د شیرپور پوروړي څارنوالۍ ته معرفي کړل. د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال وايي چې دمګړۍ د شیرپور له ښارګوټي څخه ۶۲ تنه ۲۴۰ مېلیونه افغانۍ پوروړي دي.
هغه زیاته کړه چې په دې ډله کې یو شمېر پخواني او اوسني دولتي چارواکي هم پوروړي دي.
د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال احمد شعیب رحیم وویل:«حتا موږ د جایداد څېښتن په رسمي توګه د امنیتي حوزو د جلب څانګې ته معرفي کړل چې له بده مرغه کومه مثبته پایله یې نه ده لرلې. زموږ وروستی اقدام دا وه چې موږ د پوروړیو نومونه څارنوالۍ ته واستوو او په تمه یوو چې له دغه بنسټ څخه مثبته پایله واخلو.»
د شیر پور چې څومره ښکلې ماڼۍ شهرت لري همدومره یې ویجاړ سړکونه هم خوله په خوله کېږي.
د دې سیمې د سړکونو پر ویجاړېدو سربېره اوس د هغو تړل کېدو هم خلک تر پوزې رسولي دي.
د لسمې اوسېدونکي غوث الدین وویل:«ډېری دوی د شتمنۍ غونډولو او د ځان په فکرکې دي نه د خلکو په فکر کې.»
د لسمې حوزې بل اوسېدونکی حکیم الله وايي:«د ښاروالۍ کارکران چې هم راځي یوازې هغه ځایونه پاکوي چې شخصي دفترونه دي او بهرنیان هلته اوسېږي چې ۱۰۰ یا هم ۱۵۰ افغانۍ په لاس کې ورکوي.هغه ویالۍ چې د هټیو په مخکې دي، اوبه په کې غونډېږي موږ یې په خپله پاکوو.»
د کابل د ښاروالۍ چارواکي وایي چې د شیرپور پروژې د پورونو را ټول ورته د دې سیمې د سړکونو تر جوړېدو لومړيتوب لري .
د ښاروالۍ نوی سرپرست تر اوسه توانېدلی دی چې یوازې شاوخوا ۵ سلنه دغه پورونه راټول کړي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وايي چې دغه وزارت چمتو دی چې د کابل له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
د کابل ښاروالۍ اوس مهال د شیر پور د پوروړو د نومونو له اخیستو ډډه کوي؛ د دې ادارې چارواکي وايي چې دوی څارنوالۍ ته د پوروړو کسانو د ورپېژندنې لپاره د زمري میاشتې تر پایه پورې د اداري پړاونو د ترسره کېدو په تمه دي او تر هغه وروسته به د پوروړو نومونه په ډاګه کړي .