Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښځو لپاره د سوداګریو خونو له رامنځته کېدو د ښځو هرکلی

د اقتصادي د عالي شورا د پریکړي له مخې د مېرمنو لپاره به د سوداګرۍ او صنایعو ځانګړي خونه برانستل شي.

سوداګره، مریم سوفي ویلي دي:«حکومت باید د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې هڅې وکړي او د کورنیو تولید او ودې په برخه کې یې ملاتړ وکړي.»

په همدې حال کې یو شمېر سوداګرې مېرمنې د اقتصادي د عالی شورا له  دې پریکړې په هرکلي سره وایي چې حکومت باید د مېرمنو اقتصادي بسیایني لپاره هڅه وکړي.

اخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې وایي چې د مېرمنو لپاره به د سوداګري او صنایعو خونو د یوه ازمایښتي پروګرام پر اساس رامنځ ته شي.

خو د سوداګرۍ اوصنایعوخونه وايي چې حکومت باید د سوداګرو میرمنو د ستونزو د اواري لپاره هڅې وکړي .

په هېواد کې د ښځو د ظرفیت جوړونې لپاره د مناسبو کړنلارو نشتوالی او په هېواد کې د سوداګرو مېرمنو له کار څخه د ملاتړ هغه لاملونه دي چې اقتصادي عالي شورا یې له امله د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې یې د جوړیدو پریکړه کړې ده.

خو د سوداګریو او صنایعو خونې وايي چې حکومت باید د ښځو سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو پر هوارۍ لا ډېر پام وکړي.

د سوداګریو او صنایعو خونو د پلاوي عامل رئیس، عتیق‎الله نصرت وايي:«زموږ اندښنه چې په اقتصادي عالي شورا کې مو هم یاده کړه، دا ده چې موږ په تېر وخت کې ترخې تجربې د پروژو په ډول د بنسټونو له کارکړنو لرو چې کله چې پروژه پرې شوې ده او نو بیا یې د تمویل لپاره سرچینه نه وه او فعالیت یې پاتې شوی دی.»

سوداګرې مېرمنې پر دې بارو دي چې که حکومت له دوی څخه اړین ملاتړ وکړي، نو دا کار په هېواد کې د سوداګرو مېرمنو د ژوندانه د ښه‎والي لامل شي.

په همدې حال کې یو شمېر سوداګرې مېرمنې د اقتصادي د عالی شورا له  دې پریکړې په هرکلي سره وایي چې حکومت باید د مېرمنو اقتصادي بسیایني لپاره هڅه وکړي

شریک یي کړئ