هېواد کې د پانګونې په برخه کې شته ستونزو او پر اوسنیو حالاتو د پانګواله نه بار ته په کتو، حکومت په هېواد کې د پانګوني د پراختیا لپاره د د خصوصي او دولتي سکتورنو د ګډون طرحه عملي کوي.
د سوداګریو او صنایعو خونو مرستیال، شفیق عطايي وايي:«د هڅونو او مالي ملاتړ رامنځه کول دي چې د حکومت لخوا ترسره کېږي او دا مرسته کوي چې موږ د عامه او خصوصي ګډون پالیسي جوړه کړو او په افغانستان کې یې پلې کړو.»
د مالیې وزارت ویاند، اجملحمید عبدالرحیمزی په دې اړه څرګندوي:«د عامه او خصوصي ګډون پالیسۍ موخه دا ده چې د حکومت او خصوصي برخې اسانتیاوې سره مخامخ شي او په پایله کې یې پانګونې ته زمینه برابره شي.»
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت وايي چې د خصوصي او دولتي برخې پانګونې ګډه کړنلاره د برېښنا، بنسټونو جوړولو، کانونو او برېښنا لېږد په برخه کې مرسته وکړي.
د سوداګرۍ اوصنایعو خونه وایي چې ددغې طرحې په عملی کیدو سره به دکورنیو تولیداتو د زیاتیدو ترڅنګ د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره زمینه برابره شي.
اخوا د اقتصاد وزارت د خصوصی او دولتي برخې دګډې طرحې په چوکاټ کې د پانګوني په راجذبولو باندې ټینګار کوي.