فراخبر
له طلوعنیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: پاکستان ته د بهرنیو چارو وزارت تند ځواب څېړل
د بهرنیو چارو وزارت ګواښ کوي، که پاکستان د افغانستان پر خاوره راکټي بریدونه ونه دروي؛ کابل به اسلام آباد ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
د یاد وزارت په خبره چې افغانستان به له خپل ټول کورني، سیمهييز او نړیوال ځواک څخه په دې برخه کې کار واخلي.
په همدې حال کې اجرائیه ریاست هم د پاکستان راکټي بریدونو په ځواب کې د افغانستان د خلکو ګټې د هېواد د بهرني سیاست لومړيتوب څخه بولي.
د خپرونې مېلمانه:
سیاسي فعال، اجمل بلوڅزاده
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال، جاوید فیصل