Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوړو او درملو ملي اداره د مجازو درملو نوملړ لغوه کوي

د خوړو او درملو د ملي ادارې سرپرست عبدالباري عمر له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي دغه اداره هڅې کوي چې، د مجازو درملو نوملړ لغوه او پر ځای یې د درملي اقلامو نوملړ جوړ کړي.

ښاغلی عمر زیاتوي، په راتلونکي هجري- لمریز کال به ۲۰ زره ډول ډول درمل په دغه نوملړ کې ثبت کړي.

د خوړو او درملو د ملي ادارې سرپرست وویل:«موږ غواړو چې لېست مجاز د ابد لپاره ختم کړو، او دلته باید د اقلام د ثبت یو لېست جوړ کړو، په داسې یو لېست باندې موږ اوس کار شروع کړی چې هغه، هغه بهرنۍ کمپنۍ چې افغانستان ته درمل ورکوي او زموږ سوداګر یې را واردوي، د هغوی اقلام به نور دلته ثبتېږي. مخکې یوازې کمپنۍ ثبتېدله د هغې کمپنۍ به که سل قلمه دوا وه، که به ۲۰۰ قلمه دوا وه، هغه به هغه سړي ازاده راوړلی شوه؛ خو اوس داسې نه‌ده.»

نوموړی زیاتوي، د سرطاني او د شکر درملو ته د اسانه لاسرسي په موخه یاد درمل نه ثبتېږي؛ خو واردېدونکي درمل باید له نړۍوالو شرکتونو وي.
 
د خوړو او درملو د ملي ادارې سرپرست د هېواد په ځینو ولایتونو کې  د درمل جوړونکو او نورو مسلکي کسانو د کمښت له امله اندېښنه څرګندوي:«ولې په افغانستان کې د فارمسستانو له کمبود سره موږ مخ یو، فارمسستان کم دي. اوس په اطراف کې له هغې ډلې د هلمند په ټوله موسی کلا کې ۱۰ فارمسسټ نشته، او هلته کېدای شي چې درملتونونه ۵۰ یا ۱۰۰ وي، فارمسسټ د ۱۰ زره افغانیو لپاره له بل ځایه نه‌ورځي.»

عبدالباري عمر د درملو د دولتي تولیدي شرکتونو د فعالیتونو په تړاو وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې له‌مخې به د کورنیو تولیدي شرکتونو لپاره یوه اداره رامنځته شي او تر هغې وروسته به د درملو دغه شرکتونه هم پرمختګ وکړي.

د خوړو او درملو د ملي ادارې د سرپرست په وینا، په هېواد کې د درملو د بازار ارزښت یو مېلیارد ډالرو ته رسېږي او ۸۰ سلنه یې له نورو هېوادونو راواردېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه