ولسمشرۍ مانۍ نن( د وري۶مه) وايي چې په روان کال کې د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د حکومت له لومړيتوبونو وي.
د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست، شاهحسین مرتضوي د ولسمشر د ټاکنو تمویل څرنګوالي او د امینت تامین په اړه د مشورتي ناستې له جوړېدو خبر ورکړ.
ښاغلی مرتضوي زیاتوي:«په ۱۳۹۶ کال کې د ملي یووالي حکومت لومړيتوب د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دي او مهمه ناسته د د ټاکنو مالي لګښت او امنیت تامین لپاره ده چې ترسره شوې ده.»
په همدې حال کې د رڼو ټاکنو بنسټ رئیس، سید اکرام افضلي څرګندوي چې حکومت د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره الکترونیکي لارو چارو ته پام وکړي.
ښاغلی افضلي وړاندې وايي:«د ټاکنو بهیر الکترونیکي کېدل کولی شي چې هم دا بهیر چټک کړي، پایلې ژر اعلان شي او رڼښت هم تضمین کړي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس، فضلاحمد معنوي هم د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره د الکترونیکی پېژندپاڼو ویش مهم بولي.
ښاغلی معنوي څرګندوي:«څنګه امکان لري چې د ټاکنو سیسټم یو ناڅاپه الکترونیکي شي؟ اول باید برېښنايي پېژند پاڼې وویشل شي او بیا ټاکنې الکترونیکي شي.»
اوسمهال د رڼو ټاکنو ترسره کېدو په موخه ددې بهیر الکترونیکي کېدو باندې ټينګار کېږي.
د اکسین دلې رئیس، جانداد سپینغر وايي:«کولی شي چې د رایو شمېرنې په برخه کې ډېره مرسته وکړي، د نوملیکنې په برخه کې هم مرسته کوي خو د رایې ورکولو په برخه کې به ډېره مرسته ونه کړي.»
مخکې له دې داسې راپورونه وو چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي په دې اړه اندېښنه لري، دا چې د ټاکنو الکترونیکي کېدو بهیر قرارداد پرته له سیالۍ یوه خصوصي شرکت ته ورکړل کېدو او د دې بنسټ لخوا په ټاکنو کې لاسوهنه د یوناما مهمه اندېښنه ده.