په لند کې یوه کس له موټر سره یو کس لاندې او وواژه، څو تنه نور یې ټپیان کړل.
د لندن پولیس وايي چې د ښار په شمال کې پر موټر د پلي کسانو لاندې کولو وروسته اوسمهال په سختې تابیاوې نیول شوې دي.
تر اوسه پورې له دې پېښې ۸ تنه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
پېښه یکشنبې ماښام(د غبرګولي۲۸مه) د "فینزبری پارک"جومات ته څېرمه شوې، د برېټانیا په دې سیمه کې تر ډېره مسلمان وګړي ژوند کوي.
پولیسو وايي چې د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.
د پېښې شاهدان وايي چې د لمانځه له موخه ډېر شمېر کسان په سیمه کې وو، نو ښایې ډېر زیانمن شوي کسان مسلمانان وي.
د پولیسو چارواکو ویلي دي چې دا یو بېړنی حالت دی. سیمې ته د پولیسو ځواکونه او مرسته کوونکي رسېدلې دي.