
یوه نا تایید شوې ویډیو ښیي چې پکې په لسګونو کسان لیدل کیږي چې وژل شوي دي، فعالان تورلګوي چې دا کسان پر ښار د یوې شپې تر بمبارۍ وروسته وژل شوي دي.
خو د سوریې دولت بیا د فعالانو دا ادعا رد کړې.
رپوټونه وايي چې د سویې په اړه د ملګرو ملتونو پر پریکړه لیک هم بحث پیل شوی خو ویل کیږي روسیه تر اوسه هم په دې اړه خوښه نه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شنبې په ورځ ویلي دي چې هیواد یې له ملګرو ملتونو څخه په دې برخه کې د سمون او دقت غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو لخوا خپاره شوي رپوټونه وايي چې په سوریه کې په تیرو لسو میاشتو کې نیژدې ۶۰۰۰ دولتي ضد لاریون کونکي وژل شوي دي.



