Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پاکستان په وړاندې دوګونی چلند کوي

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازی وايي چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په سیمه کې د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه له پاکستان سره په چلند کې صادق نه دی.

د هېواد دغه ډیپلوماټ د طلوع نیوز په پرس پال خپرونه کې وايي چې د دغه سازمان د امنیت په شورا کې ځينې غړي حتا د پاکستان د نوم له اخیستو سره هم موافق نه دي.

ښاغلي صیقل زیاته کړه:«پر سترې محکمې،د شاهین قول اردو، څلورسوه بستیز روغتون او په څو نورو ځایونو کې ترهګریز بریدونه،په ښه توګه ښيي چې دغه کار د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته ترسره شوي دي.»

ښاغلي صیقل ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېرغړي له  ترهګرو ډلو ملاتړي هېوادونو  سره په دوه مخۍ تورنوي.(په ظاهراً د ښاغلي صیقل اشاره چین ته ده.)

هغه وايي:«کله چې د پاکستان نوم اخلو، وینو چې موافق نه دي، او ځينې کسان شته چې هلته موسمي چلند کوي او حتا له ترهګرو ډلو څخه د خپلو شخصي موخو لپاره کار اخلي.»

که څه هم ځینې امریکایي چارواکي پر پاکستان د امریکا د بې پیلوټو الوتکو د بریدونو د زیاتوالي او له اسلام اباد سره د واشنګتن مرستو د کموالي له احتمال څخه خبر ورکوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره اوږد مهالې اړیکې د سیمې د هېوادونو په ګټه بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا په دې اړه ویلي:« غواړم ووایم چې پاکستان له امریکا سره هر اړخیزې او اوږد مهالو اړیکو ته ارزښت ورکوي زما په اند د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د سیمې د هېوادونو لپاره د سولې او امنیت په راوستو کې ګټورې تمامېږي.»

په همدې حال کې د پاکستان یو لیکوال مشرف زاهدي وایي، د افغانستان او پاکستان د خلکو اړیکې له یو بل سره نه پرې کېدونکي دي،او هغوی کولای شي خپل د دواړو حکومتونو  د کابل او اسلام اباد د اړیکو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي زاهدي له ټینګار سره وایي چې د پاکستان حکومت د افغانستان پر وړاندې باید خپل سیاست ته بدلون ورکړي.او افغان حکومت باید پوه شي چې د پاکستان له دښمن سره دوستي او د پاکستان له دوستۍ څخه انکار سره هېڅکله به په افغانستان کې سوله رانه‎شي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل له طلوع نیوز سره په مرکه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یې له پاکستان سره په دوګوني چلند تورن وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه