د ټاکنو حپلواک کمېسیون حکومت ته ګواښ کوي کهچېرې تر یوې راتلونکې میاشتې د ټاکنو د بودیجې یوه برخه چمتو نه کړي، شونې ده د ټاکنو تعیین شوی مهالوېش بدلون وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشا رییس امام محمد وریماچ،د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د کارپیل د حکومت له خوا د دغه کمېسیون په بودیجې پورې تړلې بولي.
د رای ورکوونکو د نوملړ چمتوکول،د رای ورکونې د مرکزونو په ګوته کول او څېړل،له حکومت څخه د بودیجې له ترلاسه کولو څخه وروسته د دغه بنسټ له نوملړنیو کارونو څخه دي.
ښاغلي وریماچ په دې اړه څرګنده کړه:«خدای مه کړه هغه اړتیاوې چې کمېسیون یې لري او حکومت خپله مشخص مسؤولیت لري او نړیواله ټولنه یو ډول دخیله ده دغه امکانات د کمېسیون لپاره برابره نهکړي،له شک څخه پرته چې دا په خپله د ټاکنو د ترسره کولو په ڼېټې به اغېزه وکړي.»
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د ټاکل شوي وخت څخه دوه کاله وروسته، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنجشنیې پر ورځ، د دې ټاکنو نېټه د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۶ نېټه اعلان کړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کابو څلور میاشتې وړاندې، حکومت ته داسې یوه طرحه استولې وه، چې له مخې یې ۱۲ ولایتونه په حوزو او نور ولایتونه د تېر په څېر، په یوې یوې حوزې وېشل شوي دي.
په همدې حال کې پر ټاکنو څارونکي بنسټونه، د بودیجې نشتوالی، د ټاکنو د کړنلارې له وروسته کېدل، او د هېواد په زیاتو سیمو کې ناامنۍ، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر وړاندې اصلي ننګونې بولي.
د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو بنست رییس محمد نعیم ایوب زاده په دې اړه وویل:«له بدهمرغه د ټاکنو د ترسره کېدو د نېټې اعلان موږ د حکومت له ادرسه په اوسنیو شرایطو کې د ټاکنو د شریکانو د بوختیا لپاره یوه بوله وینو.»
په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې مرسته کوونکو هېوادونو ژمنه کړې چې له ټاکنو څخه به مالي ملاتړ وکړي.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي څرګنده کړه:«د ټاکنو د ټولو امنیتي او مالي سرچنو د تأمین لپاره چمتووالی نیول شوی، موږ تمه لرو چې د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو له څارنې سره موږ رڼې او سالمې ټاکنې ولرو.»
د ارګ چارواکي وایي، د رایو شمېرنې او رای ورکونې لړۍ لپاره تخنیکي وسایلو په اړه له څو شرکتونو او هېوادونو سره خبرې روانې دي.
چارواکي وایي که دا خبرې پایلې ته و نه رسېږي، نو هېواد کې به د ټاکنو ټول پړاوونه برېښنايي شي.
په دې اړه مو اندونه