د بلخ د ولایتي شورا د غړي محمد اصف مومند د نیولو له جنحال سره په ورته وخت کې، د دغه ولایت ځايي چارواکي وايي چې ښاغلی مومند د ملي امنیت د څارنوالۍ د حکوم پر بنسټ د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د بلخ د والي ویاند وایي منیر احمد فرهاد وايي د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد اصف مومند، د ملي امنیت په امر، امنیتي ځواکونه نیولی دی.
منیر فرهاد وایي، د ولایتي شورا دغه غړی، اوس ملي امنیت سره په بند کې دی.
د بلخ د والي ویاند زیاته کړې، چې پر مومند، د فساد، د ولسمشر د لومړي مرستیال د حکم او ځینو نورو سندونو د جعل تور دی.
خو د ښاغلي مومند کورنۍ وایي، دی؛ د بلخ د والي اړوند وسله والو نیولی دی.
دا ستونزه هغه وخت پيل شوه چې محمد اصف مومند له کابله مزارشریف ته ولاړ، خو له هوايي ډګره له وتلو مخکې د پوځیانو لخوا کلابند شو، ځینې سرچینې وايي کلابندۍ د شپې تر نیمايي دوام وکړ.
د رپوټونو له مخې د نوموړي د کلابندۍ پرمهال ډزې هم شوې دي، بالاخره د ملي امنیت ځواکونو محمد اصف مومند له ځان سره د بلخ د ملي امنیت ریاست ته بیولی دی.
د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وویل:«موږ له دوه درې میاشتو راهیسې د ښاغلي مومند د نیولو حکوم چې د بلخ امنیه قومندانۍ صارد کړی د ملي امنیت د څارنوالۍ او د درنو جرمونو د څارنوالۍ له لارې د اسنادو او لاسلیک د جعل او تزویر په ځانګړې توګه د چارو ادارې د مرستیال او تړونونه د جعل په توګه په لاس کې لرو.»
د اصف مومند کورنۍ ادعا کوي چې ولایتي شورا د دغه غړي پر ساتونکو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي، خو د بلخ د والي ویاند په دې پېښه کې د دوو پولیسو ټپي کېدل تاییدوي.
د محمد اصف ورور مصطفي مومند په دې اړه وویل:«په بلخ کې څه ډول عدالت دی زما ورور له ۸۰۰ نفرو سره نیسي ولې له امنیه قومندان ته یې نه شوای ویلای.کهچېرې حکومت تر دوه ورځو زموږ غږ وا نه وري موږ خپل شهیدان نه خښوو.»
د ولایتي شورا یو بل غړی محمد ابراهیم خیر اندیش چې د پېښې شاهد وه د خپلو د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي.
ښاغلي خیراندیش زیاته کړه:«ټول ډګر دوی(د بلخ د والي کسانو)نیولی وه ډېر ځواک یې راوستی وه او له ځانګړې قطعه وه او عامه نظم هم د عطامحمد نور ملیشه وه.»
د بلخ امنیه قوماندان وايي هغه د ولایتي شورا د دغه غړي د نیولو هېڅ حکم نه دی ترلاسه کړی او پولیس په دغه پېښه کې رول نهلري.
د بلخ والي عطامحمدنور ته نږدې کسان وايي نامسووله وسله وال د ولایتي شورا د دغه غړي د نیولو د مخنیوي لپاره د بلخ هوايي ډګر ته نږدې ځای پرځای شوي و او د ولسي جرګې د یوه غړي پر موټرو یې هم ډزې وکړې.
په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازی اسدالله شریفي وايي د نوموړي ساتونکو کله چې غوښتل یو ناروغ روغتون ته ولېږدوي د نامسووله وسله والو لخوا پرې برید وشو. په دې پېښه کې د ښاغلي شریفي یو ساتونکی وژل شوی او نهه نور ټپیان دي.
عطامحمدنور ته نږدې کسان زیاتوي ددغو وسله والو په برید کې څلور تنه مړه او څه د پاسه لس نور ټپیان شول.
خو له دې پېښې اخوا د بلخ والي چې په دې ورځو کې د حکومت سخت مخالف دی، د فیسبوک پر پاڼه لیکلي: د ملي امنیت متحرم سلاکاره او د ملي امنیت محترم رییسه، له دسیسو ډکو پروژو په طرحه کولو بلخ ولایت چې له نسبي امنیته برخمن دی مه ناآرامه کوئ.
خو د ملي امنیت د سلاکار ویاند د بلخ د والي دغه څرګندونې بې بنسټه بولي او وايي له څېړنو وروسته به دغه دفتر په دې اړه خپل دریځ اعلان کړي.