تمه کېږي چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ به سبا (جمعه د زمري ۲۷ مه) د افغانستان په اړه به د دغه هېواد نوې تګلاره وروستۍ کړي.
سبا به ټرمپ، مرستیال یې، د دفاع وزیر، د سي ای اې رییس او د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار به د جمعې په ورځ په افغانستان کې د واشنګټن تګلاره وارزوي او وروستۍ به یې کړي.
د سپنې ماڼۍ ویانده سارا هکبي سنډرس په دې اړه وویل چې ولسمشر ټرمپ به د جمعې په ورځ د مریلنډ ایالت په کمپ ډېوډ په خپل استراحت ځي کې بحث او خبرې اترې به وکړي.
په افغانستان کې د امریکا د نوې تګلارې په اړه له څو میاشتو سلامشورو وروسته، امریکايي چارواکو ویلي تمه کیږي چې دونالډټرمپ د جمعې په ورځ د افغانستان په هکله خپله تګلاره وروستۍ کړي.
سپينه ماڼۍ وايي افغانستان ته د لازیاتو پوځیانو د رالیږلو، د جګړې د خصوصي کولو او د ټولو پوځیانو د ایستلو په ګډون لارې چارې د څیړلو په حال کې دي.
خو د سپينې ماڼۍ ویاند وايي ولسمشر ټرمپ به د جمعې په ورځ د مریلنډ ایالت په کمپ ډیوډ کې په خپل استراحت ځاي کې له خپلو لوړپوړو چارواکو سره ددغې تګلارې په اړه بحث او خبرې وکړي.
له دې مخکې دونالډټرمپ ویلي د افغانستان کړکیچن وضعیت هغه ته په میراث پاتې دی له همدې امله د افغانستان په اړه تصمیم نیول د هغه لپاره مهم دي.