په امریکا کې پوهانو داسې قلم جوړ کړی دی چې په لسو ثانیو کې د سرطان ناروغي له جراحي عمل سره هممهال تشخیصوي.
دا قلم "مس سپک پن" نومول شوی دی.
د دې قلم جوړولو په اړه څېړنې چې تېره اوونۍ خپرې شوې، ښیې چې په دې قلم کې له پرمختللې ټکنالوژۍ کار اخیستل شوی او ۹۶سلنه تشخیص یې په سمه توګه ترسره کړی دی.
له دې قلم سره د سرطاني ولو لګېدو سره له دې قلم څخه ځانګړې مایع وځي او د سرطان او غیر سرطان تشخیص کوي.
په دې څېړنه کې ۲۵۳ مواردو باندې ازموینه شوې ده او چې نیمايي سرطاني او پاتې یې نه وې، تر څو په سیمه توګه له دې قلم سره حساسیت څرګند شي.
د دې قلم ځېرکتیا په دې اندازه ده چې ۱،۵ملي متر د سرطان اوبدنې وپېژني.
اوس مهال پوهان تر دې هم په پرمختللو قلمونو کار کوي.
د دې قلم جوړل کولی شي چې د سرطان جراحي په برخه کې پرمختګ رامنځته کړي.