د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د «صحرا جام»په سیالیو کې په خپله لومړنۍ لوبه کې نن ۷:۳۰ دقیقې د ایرلنډ په وړاندې د لوبې ډګر ته ور دانګي.
دغه سیالۍ د نړۍ د کرېکت د دویمې درجې د اتو هېوادونو د ملي لوبډلو له حضور او د عربي اماراتو له کوربه توب سره به ترسره شي.
له بلخوا،د کرېکټ نړیوالې شورا،د هېواد د کرېکټ دوه نړیوال لوبڅاران د دغو لوبو د څارنې لپاره دعوت کړي دي.