
دوه اونۍ کیږي چې دا زمري له ډيلي څخه د سویلي اسیا له لوبو راستانه شوي دي او اوس د کابل واټونه د دوی لخوا د تاریخي ویاړ له نښو ډک دي.
ښاغلي یوسفزي ویلي دي:« هرچیرې چې ځم ماشومان رامنډه کړي، خلک کارونه دروي او له موږ سره جوړ په خیر کوي، او ښځې او سپین ږیري زموږ تندي ښکلوي.»
دا ټیم په دې لوبو کې د هند له پیاوړي ټيم سره مخ شو، پا پایله کې د پنالتي ضربه د سنګاپوري داور شګبیرسنګ لخوا د هند په ګټه اعلان شوه، لوبه څلور صفر هند وګټله؟ تر دې وروسته ښاغلي یوسفزي ته سور کار ورکول شو ځکه ده اعتراض وکړ او دی له میدان څخه و ویستل شو.
د افغانستان د فوټبال د ملی ټیم د مربي ښاغلي یوسف کارګر په وینا دې کار د افغانستان د لوبډلې مورا کمزوری کړ او دا تصمیم ناسم و، خو دی بیا هم د خپلو لوبغاړو د ښې لوبې له امله ویاړي.
د ملي ټيم یو لوبغاړي بلال آرزو چې د سویلي آسیا په لوبو کې یې تر ټولو ډير ګلونه وهلي دي وویل:« زه ویاړم، له دې سره سره چې وروستۍ لوبه مو ونه ګټله خو دا سفر ډير ښه وموږ وکولای شول افغانستان ته ویاړ ور په برخه کړو، او د دې هیواد نوم په خاطرو کې روښانه وي، دا ښه وه چې په ریښتیا بدل شو.»
ښاغلی یوسفزی وايي چې پور فوټبال افغانان ناباوره شوي و، په ځانګړي ډول په تیره یوه لسیزه چې ډیرې لوبې یې بایللې وې خو نن لوبه بل ډول وه.
د فوټبال ټيم په تیرو دریو لسیزو کې بیخي له منځه تلی و، دا لوبه په اتیا یمه لسیزه کې چې روسې یرغل وکړ ګډه وډه شوه او له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو د واکمني پر مهال ممنوع اعلان شوه، بیا هم په ۲۰۰۴ کال کې کله چې افغان لوبغاړي په ایټالیا کې روزنیز کمپ ته داخل شول د فیفا لخوا منع شوه.
د ښاغلي کارګر په وینا د افغانستان پخوانۍ ډلې ډيرې کمزورې وې، ځکه هیڅ میدان یې نه درلود او لوبغاړي یې د باندې هم له ستونزو سره مخ و.
خو هغه ټيم چې اوس شته دی ډير ښه میدان لري او د فیفا لخوا جوړ شوی دی.
ښاغلي کارګر د یو ښه ټيم لپاره دولس لوبغاړي له هیواد څخه د ننه ټاکلي و او نور یې له امریکې او اروپا څخه ټاکلي و.
ټولو لویغاړو تر لوبې لس ورځې وړاندې په دوبۍ کې سره ولیدل ترڅو سره وپیژني او د یو بل له وړتیاوو خبر شي.



