رئال ماډرید د اسپانیا لالیګا لوبو کې استانبول ته دوه د صفر پر وړاندې ماته ورکړه او له څلورو امتیازونو سره یې په نوملړ کې له دوهم ټیم سره واټن جوړ کړ.
په دې لوبه کې اوارو موراتا او ګرټبېل غوره ګولونه ترسره کړل.
رئال ماډریډ له دې لوبې سره ۵۲ امتیازه ترلاسه کړل د نوملړ په سر کې دی. له دې بریا سره یې خپل واټن له بارسلونا سره زیات کړ.
د رئال ماډریډ لوبډل مشر، زیدان په دې لوبو کې ناواس، مودریچ او بنزما ته استراحت وکړی وه؛ په داسې حال کې چې راموس هم د لیدلي زیان له امله په لوبه کې وه وه. په منځنۍ لیکه کې کوواچیچ او ایسکو ولاړ وه او یرغل په لیکه کې موراتا ته ځای ورکړل شوی وه.
رئال لوبه ښه پیل کړه او له پیله پر میدان او توپ بر وو او د لوبې په ۳۵ دقیقه کې یې لومړی ګول وواهه.
لومړۍ نیمايي په همدې ډول پایته ورسېده او دوهمه برخه یې ډېره ښه پیل کړه.
که څه هم لوبه آرامه شوې وه خو په ۶۸ دقیقه کې رئال بیا هم وخت ترلاسه کړ چې بل ګول ووهي، خو توپ له دروازې بهر ولاړ.
په ۷۰ دقیقه کې ګرټ بېل میدان ته د ننه شو او په ۸۴ دقیقه کې یې ګول ترسره کړ.
په دې سره لوبه دوه د صفر پر وړاندې د رئال په ګډه پایته ورسېده او له دې بریا سره یې ۵۲ امتیازه ترلاسه کړل او له بارسا سره یې د ۴ امتیازونو په توپير سره ځان مخکې کړ.