د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د صحرا ۲۰ اوریز جام په دویمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره خپله بریا ونمانځله او له دې سره یی نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د دویمې ۲۰ اوریزې لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او خپله یی د توپ اچونې پریکړه وکړه، سیالې لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوري په توپ اچونه کې دولت ځدران ۴، راشد ارمان ۲ او فرید ملک ۱ لوبغاړی وسوځاو.
افغان لوبغاړو په ډېر ښه پلان سره ورکړل شوی هدف د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره په ۱۸،۵ اورونو کې پوره کړ او په دې سره سمع الله شینواري ۴۲، اصغر ستانکزي ۳۰ او کریم جنت ۲۲ منډې د لوبډلې په ګټه جوړې کړې.
افغان کرکټ ملي لوبډله د یادو سیالیو په الف ګروپ کې خپله درېیمه لوبه د روانې جنوري میاشتې په ۱۹ نیټه له نمبیبیا پروړاندې ترسره کوي.