د امریکا متحده ایالتونو د استازو جرګې مشر، پال ریان وايي چې هېواد یې غواړي د نړۍ هېوادونو په ټاکنو کې د روسیې له لاسوهنې مخنیوی وکړي.
نوموړي چې د اروپا ختیځ ته سفر کړی دی او اوسمهال سټونیا ته رسېدلی، ټینګار کوي چې روسیې د امریکا تېر کال ټاکنو کې لاوهنه کړې ده.
ښاغلی ریان زیاتوي، واشنګټن به د ناټو غړو هېوادونو کې له د دې لاسوهنو د مخنیوی هڅه وکړي.
که څه هم ویل کېږي چې روسیې د امریکا په ټاکنو کې د ډونالنډ ټرمپ د بریا غوښتنه کوله، خو ریان وايي چې د دې هېواد لاسوهنې د امريکا پر ټاکنو اغېزه نه ده کړې.
د امریکا د استازو جرګې مشر څرګنده کړې:«هغه څه چې موږ پرې ډاډه یوو هغه دا چې روسیې د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده، خو دې لاسوهنې د ټاکنو پر پایلې اغېزه نه ده کړې. روسیه هڅه کوي چې د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړي او دا د منلو وړ نه ده.»
پال ریان په داسې حال کې د اروپا ختیځ ته سفر کوي چې د سټونیا، لیتویا، لیټوانیا او پولنډ هېوادونه د روسیې له یرغلیز سیاست څخه اندېښنه لري.