Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران ۱۵ امریکايي شرکتونه تحریم کړل

ایراني چارواکي وايي چې د امریکا بندیزونو په ځواب کې ایران کې پر ۱۵ امریکايي شرکتونو بندیز لګولی دی. ایران وايي چې یاد شمېر شرکتونو "د اسرائیلو رژیم په جنایتونو، ترهګریزو کړنو او د سیمې خلکو په ځپلو کې" ونډه درلوده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي:"د دې شرکتونو او بنسټونو سره هر ډول راکړه ورکړه منع ده، د دوی شتمنې به د ایران اسلامي جمهوریت واک په حوزه کې توقیف کيږي او هغه کسان چې له دې شرکتونو سره اړیکه لري او یا هم مسوؤلیت یې لري له هغوی سره په اړیکه کې به له ویزې له ورکړې ډډه وشي."

په خبرپاڼه کې زیاته شوي ده چې د امریکا متحده ایالتونو لخوا پر بنسټونو او کسانو لګېدلي بندیزونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ورځ مخکې اعلان کړی وه چې ایران، سوریې او شمالي کوریا سره تړلو کسانو او شرکتونو باندې یې بندیز لګولی دی.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې ۱۱ کسانو او شرکتونو له چین او شمالي کوریا څخه تخنیکي توکي ایران ته استولي دي چې ښایې په توغندیو کې ترې کار واخیستل شي او له همدې امله پرې بندیز لګول شوی دی.

ایران په په یوه بیانیه کې د خپلې "مشروع دفاع" باندې ټینګار کړی دی او لیکلي یې دي چې د امریکا بندیزونه به د خپلې دفاع پیاوړتیا مخه ونه نیسي.

ایران ۱۵ امریکايي شرکتونه تحریم کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ورځ مخکې اعلان کړی وه چې ایران، سوریې او شمالي کوریا سره تړلو کسانو او شرکتونو باندې یې بندیز لګولی دی

شریک یي کړئ