Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برېټانیا له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ

د برېټانیا لومړي وزیر، بوریس جانسون نه یوازې په قطر بلکې په ټوله سیمه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې د ټینګار ترڅنګ وايي چې هېواد یې د کویټ او عربي هېوادونو ترمنځ له منځ‎ګړتوب ملاتړ کوي.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر جانسون زیاتوي:«ټول احساس کوي چې باید په سیمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه وشي. نه یوازې پر قطر بلکې په سیمه کې زموږ ټولو ملګرو هېوادونو کې.»

ښاغلی جانسون د عربي هېوادونو ترمنځ پوځي نښتې ردوي.

ده وړاندې وویل:«د پوځي مداخلې امکان نشته. خلک له بندیزونو خوښ نه دي او موږ هیله لرو چې ستونزې کمې شي. موږ له خپلو کویټي ملګرو د ترهګرۍ تمویل په برخه کې له مبارزې ملاتړ کوو.»

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر پر قطر د عربي هېوادونو بندیزونه ناسم بولي او له دې هېواد یې ملاتړ کړی دی.

رجب طیب اردوغان وايي:«د قطر پر وړاندې تورونه شته دي، خو زموږ په آند دا بندیزونه او تورونه عادلانه نه دي. د ټولو نورو هېوادونو په شان باید د قطر حاکمیت ته هم درناوی وشي. که د وروڼو ترمنځ جګړه وشي نو بریالی به نه وي.»

په دې منځ کې روسیې ونډه لږه ده.

د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین څرګندوي:«د قطر ناورین یوه سیمه‎ييزه ستونزه ده چې کولی شي د سیمې پر اقتصاد، انرژۍ او امنیت اغېزه وکړي، خو ما په دې ناسته کې په دې اړه له چا سره خبرې نه دي کړي.»

اوس‎مهال سعودي عربستان، عربي اماراتو، بحرین او مصر خپلې اړیکې له قطر سره پرې کړې دي. د دې ترڅنګ په دې وروستیو کې جیبوتي، سومالیا او مالدیف ههم خپلې اړیکې له دې هېواد سره پرې کړې دي.

قطر له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر، بوریس جانسون کویټ ته د خپل سفر په ترڅ کې یې په ټوله منځني ختیځ کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ

شریک یي کړئ