د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر، جیمز مټیس د جمعې پر ورځ( د چنګاښ۳۰مه) خبریالانو ته ویلي دي چې د نوموړي په باور د داعش ډلې مشر، ابوبکر البغدادي ژوندی دی.
ده زیاته کړې ده که چېرې هغه ووژل شي موږ پوهېږو. د هغه پلټنو او وژلو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوو.
مخکې له دې روسیې ویلي وو چې ښایې د سوریې رقې ښار په سوېل کې د داعش ډلې مشر، البغدادي د جون میاشتې پر ۲۲ مه وژل شوی وي.
خو هغه مهال امریکا څرګنده کړې وه چې د اسنادو پرته نه شي کولی د البغدادي وژنه تائید کړي.
امریکا د داعش ډلې مشر نیولو او یا د هغې په اړه د مالوماتو په اړه چې د نیولو لامل یې شي، ۲۵ میلیونه ډالره جایزه اېښې ده.
البغدادي د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په نومبر کې خپل وروستی غږیز پیغام خپور کړ.