د سوریې حکومت وايي چې له روسیې ځواکونو پرته بل د هېڅ کوم بل هېواد ځواکونه په خپل هېواد کې نه مني.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر، ولید معلم ویلي دي چې یوازې روسي ځواکونه د شوې هوکړې له مخې کولی شي په دې هېواد کې ووسي او د نورو هېوادونو شتون د دمشق لپاره د منلو وړ نه دی.
حکومت خپلو مخالفانو ته ګواښ کړی چې د اوربند ماتولو سره به په نښه شي.
ولید معلم په دې اړه وویل چې د سوریې حکومت د تېر کال ډسمبر کې شوي اوربند ته ژمن دي، خو که مخالفې ډلې یې په پام کې ونه نیسي نو حکومت به یې هم له پامه وغورځوي.
نوموړي زیاته کړه:"د سوریې حکومت د خلکو وژنې او د وینو تویونې مخنیوي په موخه دا اوربند منلیدی، هیله ده چې مخالفې ډلې هم ورته ژمنې ووسي."
ده زیاته کړه چې د سوریې خاوره ته د دې هېواد هوکړې پرته به د بهرنیو ځواکونو ورتګ تېری وي او د سوریې ځواکونه به د امریکا هر ډول برید ته ځواب اوايي.
معلم وړاندې وویل:"که د امریکا متحده ایالاتونو پر سوریې برید وکړ، دسوریې ځواکونه به د خلکو او حکومت څخه دفاع وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې روسیه، ایران او ترکیه د آستانې په ناسته کې، په سوریه کې څلورو امنیو مرکزونو جوړولو باندې هوکړه کړې ده.
ویل کېږي چې دا هېوادونه به د یادو مرکزونو ساتنې په موخه خپل ځواکونه سوریې ته ولیږي، خو د سوریې حکومت ویلي دي چې دا کار د دمشق لپاره د منلو وړ نه دی.