Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روحاني: ایران به د منځني ختیځ یوشمېر هېوادونو ملاتړ ته دوام ورکړي

د ایران ولسمشر، حسن روحاني د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ترمپ او سعودي عربستان پادشاه خبرو په غبرګون کې ویلي دي، هغه هېوادونه چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي یمن، عراق او لبنان دي او ایران به ورسره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ده زیاته کړې ده چې ایران له ترهګرو ملاتړ نه کوي او له دې ښکارندې سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ښکيلو هېوادونو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

روحاني د دوهم ځل لپاره واک ته تر رسېدو وروسته خپلې لومړنۍ خبري ناستې کې په سعودي عربستان کې  اسلامي هېوادونو ناسته ننداریزه وبلله.

نوموړي د ایران پوځي وړتیاوې وستایلې او له امریکا یې د سعودي عربستان د وسلو پر پلور نیوکې وکړي.

د ایران ولسمشر همداراز وویل چې د ټاکنو نندارو پر مهال خپلو ژمنو ته ژمن دی او کابینه کې به تر ډېره ځوانو ښځو او نارینه‎و ته ځای ورکړي.

په همدې حال کې ټرمپ اسرائیلو ته د خپل سفر په ترڅ کې ایران د ترهګرو ملاتړ وباله.

ده زیاته کړه:"اسرائیل او امریکا د داعش او د ایران په ګډون د ترهګرو ملاتړو هېوادونو له لورې له ګواښ سره مخامخ دي، هغه څه چې مهم دی، امریکا او اسرائيل به اجازه ورنکړي چې ایران هستوي وسلې ترلاسه کړي."

همداراز د اسرائیلو ولسمشر، رئوبن ریولین په دې اړه وویل:"د خپلو موخو ته د رسیدو په موخه موږ باید ایران له خپلو پولو، سوریې او لبنان څخه بهر شي."

دا په داسې حال کې ده چې ایران په سیمه کې د سوریې له حکومت، فلسطین او په یمن کې له حوثي پوځيانو ملاتړ کوي چې دې موضوع د واشنګټن او متحدانو غصه راپارولې ده.

د ایران ولسمشر، حسن روحاني د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ترمپ خبرو په غبرګون کې ویلي دي چې هېواد به یې د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي

شریک یي کړئ