د ایران ولسمشر، حسن روحاني چې په تاکنو کې یې دوهم ځل (د غويي۳۰مه) رایې خپلې کړې، پلویانو یې بریا په خوشالیو سره ولمانځله.
حسن روحاني د دوهم ځل لپاره رایې خپلې کړې او د ایران ولسمشر په توګه وټاکل شو، نوموړي ۵۷ سلنه رایې ترلاسه کړې دی.
د روحاني ټاکنیزې ژمنې له لویدیځ سره د ایران اړیکو پراختیا او پر ټولنیزو آزادیو ټینګار وې.
د نوموړي پلویان هیله لري چې راتلونکو څلورو کلونو کې به پر ایران د لویدیځ بندیزونه پایته ورسیږي.
په دې ټاکنو کې د روحاني سیال، ابراهیم رئیسي د ۳۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو، دوهم ځای درلود.
ده ویلي دي د رایو ملاتړ سره به له فساد سره خپله مبارزه وساتي.
ده په ټاکنو د روښانه درغلیو پر تعقیب هم ټینګار کړی دی.
له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، رکس تیلرسن هیله څرګندوي چې روحاني به په ټاکنو کې له بریا سره دې هېواد کې ترهګرې ډلې له منځه یوسي.
دی زیاتوي، هیله ده چې روحاني د ایران توغندیز سیسټم له منځه یوسي او د بیان آزادي حق ته درناوی وکړي.
یو شمېر هېوادونو هم د روحاني بریاليتوب باندې غبرګونونه درلودل.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، عادل الجبیر وايي چې ریاض د تهران کارکړنې ستايي، نه ژمنې.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوؤلې، فدریکا موګریني روحاني ته مبارکي ویلې.
د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین هم د مبارکۍ پیغام لیږلو سره په منځني ختیځ کې د امینت ټیکاو باندې ټینګار کړی دی.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر، بوریس د سوریې ولسمشر، بشارالاسد او د کویت امیر احمد جابر الصباح هم د ایران نوي ولسمشر ته مبارکي ویلي ده.