هندي او پاکستاني پولهساتو ترمنځ کشمیر کې د نښتې له امله دوه تنه وژل شوي او کابو لس تنه ټپیان دي
مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوښتې.
هندي چارواکي وايي چې د کشمیر پر پوله سیمه کې د تاوتریخوالیو زیاتوالي له امله د "راجوري" سیمې دوو کلیو اوسېدونکي امنو سیمو ته لېږدول شوي دي.
په همدې حال کې پاکستاني چارواکي څرګندوي چې ۱۳ تنو ټپیانو کې ۸ ښځې او یو ماشوم شامل دی چې د هندي پوځيانو په دزو کې دپاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ټپیان شوي دي.
هندي چارواکي بیا د پاکستاني پوځي په هاوان برید کې د یوې ښخې او یوه ماشوم له وژل کېدو د دې هېواد تر ولکې لاندې کشمېر کې خبر ورکوي.
د سیمهييزو پولیسو چارواکی، شاهد اقبال چودهري وویل:«د شپې مهال د خلکو لېږد ستونزمن کار دی او که د موټر څراغونه بل وي نو ډزې پرې کېږي. موږ هڅه کوو دورځې مهال له زیانمنونکو سیمو خلک ولېږدوو.»
د سیمې اوسېدونکي له جګړې ستړي دي او وايي چې د دوی ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د سیمې اوسېدونکی، بیندو چودهري په دې اړه وایي:«دا چې په ښوونځي کې ځای پر ځای شوي یوو، خوښ نه یم. له حکومت څخه غوښتنه کوم چې د ماشومانو د زدهکړې ستونزه هواره کړي، ژر ګام پورته کړي او له پولې اوس هم پر موږ ډزې کېږي.»
د څه مودې راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سیمې چې هر یو یې خپله خاوره بولي، کړکېچ زیات شوي او څو ځلې په دې سیمه کې نښتې رامنځته شوې.
نوی ډلي اسلام آباد په دې سیمه کې د تاوتریخوالیو پر پورته کولو تورنوي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.