پاکستاني پوځ شنبې( د چنګاښ۳۱مه) په قبایلو سیمو کې له ترهګرو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ۲۵۰ کیلومتره مربع سیمې پاکوالي خبر ورکړ.
د پاکستان پوځ وایي چې، له افغانستان سره د ګډې پولې په برخو کې د پاکستان د پوځي عملیاتو لومړۍ برخه پایته رسیدلې ده او یو شمېر سیمې له ترهګرو پاکې شوې دي.
دوی وايي چې پوځي عملیات یې لا هم دوام لري.
دا عملیات له څو ورځو راهیسې د داعش ډلې د له منځه وړلو په موخه د افغانستان پولې ته نېږدې پیل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د ډیورنډ کرښې تهڅېرمه د پاکستان د پوځيانو له خوا د «خیبر ۴»په نامه له عملیاتو نیوکه کوي او وايي چې دغه هېواد په خپل سر په دغه کار لاس پورې کړی دی.
ملي دفاع وزارت وايي کهڅه هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ په شفاهي توګه هوکړه شوې وه چې هرکله افغانستان او یا هم پاکستان د ترهګرو پر ضد عملیات په لاره اچوي، باید له یو بل سره هوکړه وشي او د امریکا متحده ایالات او چین له دغو عملیات څخه څارنه وکړي، خو پاکستان اوس دغه عملیات په خپل سر پیل کړي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیری ټینګار کوي چې پاکستان دې د ترهګرو ډلو لکه د طالبانو او حقاني شبکې د مشرانو په وړاندې اقدام وکړي چې د پاکستان په ښارونو کې لکه کوټې او اسلام اباد کې په ارامه ژوند کوي.
له بل لوري پاکستان دغه ویناوې ردوي او وايي چې د «خیبر ۴»په نامه عملیات یې د خیبر په دره کې چې د ننګرهار له اچین سره پوله لري، د یکشنبې په ورځ په لاره اچولي دي.