تودې خبرې: د طالبانو د وروستیو بریدونو په وړاندې د ولسمشر غبرګون
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ,وسلوال طالبانو تل هڅه کړې چي د زیات امتیاز لاسته راوړلو لپاره تر سولې وړاندي تروریستي بریدونه زیات کړې .
خو د چارو یو شمیر شنوونکي وايي وسله وال طالبان د امتیاز ترلاسه کولو نه، بلکې د ولسمشر غني پر حکومت د کړۍ تنګېدو په هڅه کي دي .
وسله والو طالبانو تېره ورځ په هلمند د بزګر ورځ د لمانځنې پر مراسمو د هغو ددو چاودنو مسؤلیت منلی دی ،چي له امله يي شاوخوا ۴۰ تنه ټپیان سوي او ۴ کسانو پکښي خپل ژوند بایللی .
د سولي روان بهیر کي له ننګونو او خوشبینو سره ، سره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د مذاکرو د وروستي دور په اړه په واشنګټن کې له چارواکو سره په خبرو بوخت دی
خلیلزاد په خپل یو تازه ټویت کي لیکلي موږ د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لرو، او ټولو افغانانو ته داسي یوه سوله او افغانستان غواړو چې موږ ته د تهدید سرچینه نه سي.
مېلمانه :
سیاسي فعال او د ځوان بهیر مشر ادریس ستانکزی
د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي
او د سیاسي چارو شنونکی ولي الله شاهین