بلخ ولایت کې پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ د ډله ییز جنسي تېري په تړاو د طلوع نیوز له راپور وروسته، ولسمشر غني په جدي توګه د دغې قضیې د څېړنې سپارښتنه کړې ده.
د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي نن(پنجشنبې د وږي په ۲۷مه نېټه) پر ټویټر پاڼې لیکلي دي ولسمشر غني لویې څارنوالۍ او ملي امنیت ته ویلي چې باید د دغې نجلۍ دوسیه په سمه توګه وڅېړل شي.
هغه همداراز لیکلي چې یاده نجلۍ اوسمهال کابل کې تر درملنې لاندې ده.
دغه نجلۍ چې اوس په بد حالت کې ده او فلج شوې، له چارواکو د عدالت غوښتنه کوي، نوموړې وايي که حکومت مجرمین په سزا و نه رسوي ځان ته به اور واچوي.
د دغې ۱۴ کلنې نجلۍ مستعار نوم خدیجه دی. دا وایي چې پروسږکال په کابل کې له خپل کور نه بلخ ته وتښتول شوه.
خدیجه وایي له هغه کور نه چې په کې ربړول کېده؛ وتښتېده او له بل ځوان سره چې ورته ویلي یې وو، بېرته به یې خپل کورته بیايي، یوځای شوه، خو هغه هم پرې تېری وکړ.