ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د جمعې پر ماښام (د تلې پر ۴مه) په افغانستان کې د سولې او اوربند د ټينګښت په هکله سره ټلېفوني خبرې اترې کړې دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې ښاغلي غني په دغو خبرو کې د اوربند د ټېنګښت په هکله د ټينګار سربېره، عمران خان ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته راشي او هغه هم دا بلنه ومنله.
بلخو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې په دغو خبرو اترو کې عمران خان د ټولو ښکېلو لوریو له خوا د اوربند پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې چې اسلام اباد به د افغان سولې بهیر څخه ملاتړ وکړي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې پاکستان په دغه هېواد کې د سولې له بهیره ملاتړ کوي او څرګندوي چې د سولې هڅې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې او په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پیل لامل شوی دی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه کاږل شوي دي چې هغه له ښکېلو لوریو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د راتلوونکې اوونۍ په لړ کې اسلام اباد ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو ترمنځ خبرې اترې درول شوې دي.