یوه امنیتي سرچینه د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶ افغان سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي.
دغه سرچینه وايي چې طالبانو تېره شپه ۸:۳۰ د امام صاحب پر روضې سیمې برید کړی چې ۶ سرتېري ټپیان او ۱۵ تنه یې له ځانه سره بېولي دي.
سرچینه زیاتوي چې طالبانو د افغان ځواکونو دوه ټاکونه او وسلې هم له ځانه سره وړې دي.
امنیتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.