د هرات امنیتي مسوولین د دغه ولایت د اوبې ولسوالۍ امنیه قومندان، محمدرفیق الکوزي له ژوند بایللو خبر ورکوي.
د پولیسو ویاند، عبدالاحد ولي زاده وايي چې د ښاغلي الکوزي موټر نن سهار(دوشنبې د لیندۍ په ۱۰مه نېټه) د طالبانو له کمین سره په اوبې ولسوالۍ کې مخامخ شو.
هغه زیاتوي چې برید کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
د هرات پولیس همداراز وايي چې پېښه د اوبې ولسوالۍ په پنځلس کیلومټرۍ کې شوې ده.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.