د بلخ چهاربولک ولسوالۍ کې طابانو هغه ۷ سیمهییز پولیس وژلي چې د یادې ډلې لخوا اسیر شوي وو.
د بلخ د والي ویاند، منیر فرهاد نن(چهارشنبې د لیندۍ په ۱۹مه نېټه) وايي دغه اووه تنه پولیس سرتېري تېره ورځ په سبزي کار سیمه کې د طالبانو لخوا اسیر شول او څو ساعته وروسته یې ووژل.
هغه څرګندوي:«اوو سیمه ییزو سرتېرو دنده پایته رسېدلې وه او غوښتل یې چې په یوه شخصي موټر سره قرارګاه ته ولاړ شي، چې د لارې په اوږدو کې طالبانو نیولي او څو ساعته وروسته یې وژلي دي.»
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.