پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر سره سم، ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان سره ټلفوني خبرې کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼې له مخې دغه خبرې تېره ورځ(چهارشنبې د لیندۍ په ۲۶مه نېټه) شوې او دواړو لورو د افغانستان سولې بهیر غږېدلي او ویلي یې دي چې هېواد به یې افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت کې مرسته وکړي.
خبرپاڼه وايي:«د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند د ټینګښت په خاطر، مرسته وکړي.»
ارګ همداراز ویلي چې دغو خبرو کې دواړو لوریو د جګړې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلي.
خرپاڼه زیاتوي:«په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د سولې پروسې په اړه د خبرو پر مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي سخته اندېښنه وښوده.»
په همدې حال کې د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وایي، عمران خان او ولسمشر غني د افغانستان سولې د مذاکراتو پر پرمختګ او د کابل او اسلام باد پر اړیکو خبرې کړی.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په وینا، اسلام اباد ته د طالبانو اوسنی سفر هم افغانستان کې د سیاسي حل لپاره د پاکستان د هڅو برخه ده.
د پاکستان لومړي وزیر په دې ټلیفوني خبرو کې، ټولو لوریو نه غوښتي چې جګړه کم کړي، ترڅو اوربند هم ټینګ شي.