ولسمشر غني د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز، مارک میلي سره لیدنه کې د افغان ځواکونو له دوامداره ملاتړه ډاډ ورکړی دی.
ولسمشرۍ ماڼي خبرپاڼه کې نن(پنجشنبې د لیندۍ په ۲۷مه نېټه) راغلي دي چې دواړو لورو، هېواد کې د تاوتریخوالیو زیاتوالي په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي دي:«دواړو لوریو په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې او د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.»
ولسمشرۍ ماڼۍ څرګندوي چې په دې کتنه کې د سولې پروسې، د تاوتریخوالي د کموالي پر عاجلې اړتیا او د اوربند ټينګښت په اړه بحث او خبرې وشوې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ترکیې هم هېواد کې د ناټو د ماموریت برخې په توګه د خپلو سرتېرو د کار موده ۱۸ میاشتې نوره هم وغځوله.