Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سوریې جګړه کې د افغانانو حضور په هکله د ظریف پر څرګندونو نیوکې

له طلوع نیوز سره په مرکه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو په ځانګړې تګه هغه څه چې محمد جواد ظریف د سوریې په جګړه کې د څه کم دوو زرو افغان کډوالو د حضور په هکله ویلي دي، له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو  وزیر له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي دي چې په سوریه کې یې له داعش سره د مبارزې لپاره د افغانانو ملاتړ کړی دی او اوس هم څه کم دوه زره افغانان په سوریه کې دي.
 
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد جواد ظریف په دې اړه وویل:«له هېڅ ډول شرم پرته د ترهګرۍ په وړاندې له مقاومو ځواکونو، د افراطپالنې په وړاندې ملاتړ کړی دی. (سوال - افغانانو څومره مرګ ژوبله ورکړې ده؟) ظریف: ما ته یې شمېر نه دی معلوم، خو موږ د هغوی کورنۍ ته امتیازونه ورکوو.»

د بهرنیو چارو وزارت او د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېسیون دا څرګندونې د هېواد د اساسي قانون او ملي ګټو او دغه راز نړیوالو قوانینو پر خلاف بولي.
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وویل:«د افغانستان بهرنی سیاست د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان وګړي د افغانستان د بیرغ څخه پرته په ټولو هېوادونو کې سیمه ییزو جګړو کې ښکېل شي.»

د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمېسیون رییس عتیق رامین څرګندوي:«دا کار د نړیوالو کنوانسیونونو او د کډوالو له حقونو سره په ټکر کې دی. موږ د ملت استازي له دولت څخه غواړو چې د هېواد د بې ځایه شویو وګړو له حقوقو د نړیوالو قوانینو په مطابق دفاع وکړي. »

بل خوا طالبانو په یوې اعلامیه کې په دې مرکه کې د محمد جواد  ظریف خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګنده مداخله بللې ده او دغه راز یې د ملګرو ملتونو له لوري د ترهګرو ‌ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم نه لرې کولو په تړاو د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرې د هغه د معلوماتو د نشتوالي له امله بللې دي.
 
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي:«زموږ تعریف دا دی چې طالبانو زیاتې ترهګریزې کړنې کړې دي.خو دا چې موږ ووایوو طالبان ترهګر دي، بالاخره طالبان دننه په افغانستان کې یوه ډله ده چې ترهګریزې کړنې یې لرلې دي او نن هم اړینه ده چې طالبان د افغانستان د راتلوونکي حل لارې یوه برخه وي نه د افغانستان د راتلوونکي حل لار.»
 
د ولسي جرګې غړی عبدالرحمان وردګ وویل:«زموږ د امنیتي او کشفي ارګانونو رپوټونه تل دا دي چې د جګړې په ډګرونو کې له طالبانو ایراني وسلې ترلاسه شوې دي او په دې تړاو ډېری مسایل مستند دي.»

په دې مرکه کې محمد جواد ظریف ټینګار کړی دی چې ایران له افغانستانه په قانوني او حساب شوي بڼه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو باوري دی او دا کار باید د خلکو د غوښتنې او افغان ځواکونود ته د مسوولانه مسوولیتونو د لېږد له مخې ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه