Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خټک: پاکستان هڅه کوي د طالبانو له لارې پر افغانستان برلاسی وي

د پاکستان د سنا مجلس پخوانی غړی او په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو له مطرح مشرانو افراسیاب خټک له طلوع نیو ر سره په مرکه کې وايي چې اسلام اباد هڅّ کوي له طالبانو په استفادې په افغانستان کې واک ته ورسېږي.

ښاغلی خټک ټينګار کوي چې د افغانستان سولې بهیر له ننګونو سره مل دی.

هغه وویل:«هغوی د سټراټېژيک عمق په نامه په افغانستان کې واک غواړي چې دا سیاست یې تعقیب کړی دی او دوی طالبان د ځان لپاره یوه وسیله ګڼي.»

په خېبر پښتونخوا کې د پښتنو دا مطرح مشر، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاستونو هم نیوکه کوي. افراسیاب خټک وایي چې اسلام آباد له طالبانو نه په ګټې اخېستنې سره پر افغانستان د برلاسۍ په هڅه کې دی.

 ښاغلی خټک د خپلې وینا په بله برخه کې وايي چې سولې ته د رسېدو لپاره د طالبانو په لید لوري کې بدلون نه دی راغلی او دغه ډله لاهم په افغانستان کې د تاوتریخوالي پلوۍ ده:«که چېرې دوی جګړه بند وي وايي چې د خلکو له ناراحتۍ سره موږ ناراحته کېږو، موږ کولای شو ووایو چې کړنو یې بدلون نه دی کړی.»

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په پاکستان کې د افغان اورپکو او د هغوی د مشرانو علني حضور د افغانستان د ملي واکمنۍ نقض دی.

د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې له طالب جنګیالیو سره د دې ډلې د مرستیال ملا برادر د کتنې د ویډیو په غبرګون کې وايي چې په پاکستان کې د طالبانو حضور په سیمه کې د کړکېچ او بې ثباتۍ لامل کېږي او په هېواد کې تلپاتې سوله له جدي ننګونو سره مخ کوي.

د طالبانو ځينې غړي په دوحه کې د سولې خبرو اترو له درېدو وروسته پاکستان ته ولاړل. هغوی د پاکستان له لومړي وزیر او ځينو نورو چارواکو سره ولیدل.

په دې وروستیو کې هغه ویډیو چې خپره شوې د دې ښودنه کوي چې ملا برادر د طالب ډلې د ځينو غړو په منځ کې چې ویل کېږي په کراچۍ کې دي - وینا کوي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې پاکستان ته د طالب پلاوي په وروستي سفر کې، ملا عبدالغني برادر د پاکستان دولتي روغتون ته د طالبانو د ټپيانو لیدو ته تللی دی - هغه ټپیان چې د ښاغلي صالح په وینا، له ویزې پرته پاکستان کې ژوند کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال همدارنګه لیکلي چې ملا برادر د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو روزنیز مرکز ته هم تللی دی چې د دغې ډلې جنګیالي وهڅوي.

د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر اغا وايي:«ښه خبر دا دی چې دوی مثبت خبر ورکړي چې زموږ د هېواد ستونزې حل شي.»

د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی او په پاکستان کې د پښتنو مطرح سیاسي مشر افراسیاب خټک د پښتون ژغورنې غورځنګ هڅې د هغو ظلمونو او زورزیاتیو پایله بولي چې د پاکستان حکومت د دغه هېواد په پښتون مېشتو سیمو کې کړي دي.
 
شریک یي کړئ