Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې ۱۳ تنه سیمه ییز ځواکونه وژل شوي

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو د نفوذي کسانو په برید کې ۱۳ تنه سیمه ییز ځواکونه وژل شوي دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ووايي چې د دغو ځواکونو په منځ کې د طالبانو درې تنو نفوذ کړی وو او تېره شپه لس بجې د ۱۳ سیمه ییزو ځواکونو له وژل کېدو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

د ولي زاده په وینا، طالب جنګیالي د دغو سرتېرو وسلې یې هم له ځان سره وړي دي.

دا برید په داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته رسېدلی دی او د سولې مذاکراتو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ هم هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ