ننګرهار کې د ملي امنیت پر موټر د سرک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله د ملي امنیت یو کارکوونکی ټپي شوی دی.
د ننګرهار ولایت سیمه ییز مسوولین وايي چې چاودنه نن سهار(پنجشنبې د کب په ۲۸مه نېټه) د جلال اباد ښار لومړۍ حوزې سیمه کې شوې.
د امنیه قومنداني ویاند، فریدخان څرګندوي چې چاودنه کې د ملي امنیت رنجر موټر هم زیان من شوی دی.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.