Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ذبیح الله کلیم د لویې څارنوالۍ د سرپرست په توګه معرفي شو

ذبیح الله کلیم نن یکشنبې (د وري په ۱۵مه) د هېواد د لویې څارنوالۍ د سرپرست په توګه معرفي شو.

د ولسمشر دویم مرستیال په دې مراسمو کې له لویې څارنوالۍ وغوښتل چې، په خپلو چارو کې د زورواکو او بډایو خلکو فشارونو ته غاړه کېنږدي او د عدالت ټينګښت لپاره په جدي توګه د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي.

ښاغلي دانش وویل:«د عدالت تطیبق باید د هېچا له لوري تر هېڅ ډول فشار لاندې ونه نیول شي.»

ښاغلي کلیم تر ګومارنې وړاندې شاوخوا لس کاله، له ملګرو ملتونو سره په بېلابیلو برخو کې د کار مخینه لري. دی په لومړي وار په ۲۰۱۸ کال کې د حکومت په اډانه کې شریک شو او تر ۲۰۲۰ کاله پورې د عدلیي په وزارت کې د دولت د قضایاوو عمومي رییس و. له هغې وروسته یې شاوخوا یو کال د ملي امنیت له ادارې سره کار کړی او نن یکشنبه یې په رسمي توګه د افغانستان د لوی څارنوال څوکی خپله کړه.
 
ذبیح الله کلیم  چې له امریکا د ماسترۍ سند لري، د بې عدالتۍ، فساد او تبعیض پر وړاندې مبارزه خپل کاري لومړیتوبونه وبلل:«زموږ هڅه به دا وي تر څو هغه څه چې په ناقص ډول عملي شوي او یا هغه برخې چې تراوسه په کې بې پرواي شوې ورته به جدي پاملرنه وشي.»

ښاغلی کلیم د مصر له الازهر پوهنتون نه فارغ شوی او ورپسې یې ماسټري د امریکا له ډیویس پوهنتون نه اخیستې ده.

حقوق پوهان بیا د اداري فساد د لویو دوسیو انبار او په کې د ځینو لویو سیاستوالو لاس د ښاغلي کلیم په وړاندې لویې ننګونې یادوي. 
         
حقوقپوه روح الله سخي زاد  څرګندوي:«موږ نن د اداري فساد د سترو دوسیو د شتون شاهد یوو چې ځينې یې حتا د کشف په پړاو کې هم نه دي د ژبو پر سر دي خو ډېرې ممهمې موضوعګانې دي.»

له ښاغلي کلیم مخکې فرید حمیدي شاوخوا پنځه کاله لوی څارنوال و. په داسې حال کې چې د ولسمشر مرستیال د پخواني لوی څارنوال کار ستایي؛ خو هغه مهال د پارلمان د ځينو غړو نیوکه دا وه چې ګواکې د لویې څارنوالۍ له لوري د فساد له دوسیو سره دوګونی او سیاسي چلند کېږي.

شریک یي کړئ